ایکنا د Bernama له قوله راپور راکړ د رتبه بندۍ دغه ادارې اعلان کړی دی چې تمه کیږي په جنوب ختیځي آسیا کې اسلامی مالی تامینیدا په راتلونکو دوو کلونو کې اته فیصده وده کوي او ملایشیا په بازار کې خپل غالب موقعیّت ساتي.
S&P Global Ratings د آسیا اوقیانوسیې د بانکدارۍ د برخې په باب په یوه راپور کې وئيلی دي ،د ملایشیا اوانډونیشیا په اصلی بازارونو کې اسلامی بانکونه سالمه پانګه او د کمو پيسو دوامدارو کریډیټونو او زیرمو لرونکی اصلی بازارونه دي.
د روتبه بندۍ دغې ادارې د سیمې لپاره د ودې د ماشین او سسټم په باب د ملایشیا دوړاندیزي یوځای کیدا خبره کړې چې په ملایشیا کې د بشپړ خدماتو لپاره یو اسلامی بانک جوړوي او همداراز ئې په سیمې کې د بانکي خدماتو د ډيجیټلي کیدا خبره هم کړې ده.
S&P Global اټکل کړی چې په جنوب ختیځې آسیا کې به تر ۲۰۲۶کال پورې له اسلامی مالی تامینیدا څخه د ملایشیا د اسلامی بانکونو ونډه، تر پنځه څلویښت فیصدو پورې زیاته شی. ددغه راپور په اساس،تمه کیږي ، په ۲۰۲۳کال کې د ملایشیا داسلامی بانکونو ګټې ثابتې پاتې شي.
درتبه بندۍ دغه شرکت همداراز ووئيل، چې د ملایشیا اسلامی بانکونه د ژواک چاپیریالۍ وټولنیزو او حاکمیّتي زمینو کې(ESG) ) مخکښ دي.